ایکنا خبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د طالبانو ویندوي ذبیح الله مجاهد ویلي ډاکټر عبدالطیف نظری لوړې زده کړې لري او په اقتصادي چارو کې د پراخې تجربې خاوند دی.
عبداللطیف نظري داسی مهال پر دې دنده ګومارل کیږي چې پر طالبانو د ټولشموله حکومت د جوړولو دباونه ورځ تر بلې مخ پر ډیریدو دي. ډاکتر عبدالطیف نظری چې خپلې لوړې زده کړې یې په تهران کې پاې ته رسولي په افغانستان کې یې د پوهنتون پر استاذۍ سربیره د راهِ فردا په نوم د یوخصوصي تلویزیون مشر او د یو څیړنیز مرکز د مشر يه توګه یې هم دندې ترسره کړي . زیاتره نظر خاوندان دې ټاکنې ته په ښه نظر ګوري او په بېلابېلو برخو کښې د نورو متخصصو چاروالو د ګمارنې هیله کوي
نور تفصیل ئې د تهران ریډیو د خبریال له خولې آورو .